په بغلان کې د سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له امله شپږ تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي. دا پېښه تېره شپه (د غبرګولي په ۴ مه) د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ د پول کلا په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه موټر له کابل څخه کندز ته روان و، چې له عمومي سړک څخه تر وتو وروسته چپه شو، چې له امله یې دوه ښځې، درې نارینه او یو ماشوم ووژل شول.
په افغانستان کې د ترافيکي پېښو زياتوالى کومه نوې خبره نه ده او هر کال د هېواد په سلګونو هېوادوال د دغو پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د موټر چلوونکو له ترافیکي اصولو څخه نه خبرتیا د دې ترافیکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

