محلي سرچینې په میدان وردک ولایت کې تاییدوي چې د کابل–قندهار لویه لاره په مسیر کې د یوې درنې ترافیکي پېښې له امله اووه کسان په ګډون یوه ښځه وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.دغه پېښه د جمعې په ورځ، د وږي ۲۸ مه، د ماښام شاوخوا دوه بجې د سیدآباد ولسوالۍ د «دره شینیز» په سیمه کې رامنځته شوې ده.د میدان وردک د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند یوسف اسرار وویل چې یوه ۴۰۴ مسافر وړونکی بس د لویه لاره په حرکت کې د دوه شخصي موټرو «تویوتا تودی» او «کرولا» سره ټکر شوی دی. هغه زیاته کړه چې ټکر خورا سخت و، چې په نتیجه کې اووه کسان، په شمول یوه ښځه، وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي چې درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لیږدول شوي دي.د پېښې عیني شاهدانو ویلي چې د موټرو د لوړ سرعت او د موټرچلوونکو د بېاحتیاطي له امله دغه پېښه رامنځته شوې. دوی خبرداری ورکړی چې کابل–قندهار لويه لاره، چې د هېواد له مهمو او مصروفو لارو څخه ده، د ترافیکي ازدحام او د اصولو نه مراعتېدو له امله ډېری وخت د مرګونې پېښو صحنه ګرځېدلې.دا لویه لاره د ګڼ نفوس لرونکو ولایتونو له لارې تېرېږي او ورځني زرګونه مسافر او بار وړونکي موټرونه پرې تګ راتګ کوي. خو د ترافیکي چارواکي د جدي څارنې نشتوالی، د موټرچلوونکو لوړ سرعت او د ځینو وسایطو زړېدل، دغه مسیر د افغانستان له خطرناکو سړکونو څخه جوړ کړی دی.روغتیايي چارواکي هم خبرداری ورکړی چې د افغانستان د ترافیکي پېښو له امله د مرګ ژوبلې شمېر په چټکۍ سره زیاتېږي او یوازې په تېرو څو میاشتو کې سلګونه کسان په ورته پېښو کې وژل شوي یا ژوبل شوي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

