د دایکندي ولایت سیمه ییزو سرچینو په یوه څاه کې د یوې اته کلنې نجلۍ د ډوبیدو له امله د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن (دوشنبه، ٦ سنبله) د دايکنډي ولايت د مرکز اړوند د چهبرسک په سيمه کې رامنځته شوې ده.
په دې پيښه کې د بيګل په نامه يوه اته کلنه نجلۍ د بې احتياطۍ له امله د فاضله اوبو په څاه کې ولويدله او مړه شوه.
د راپورونو له مخې، دا څوم ځل دی چې په کوڅو او سړکونو کې د سرلڅو څاګانو د احاطې لپاره د معیارونو د نشتوالي له امله ماشومان څاګانو ته لوېږي او مړه کېږي.