په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو د لګولو په دوام، طالبانو په کابل کې د یوه تفریحي پارک د ښځو برخه تړلې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه تفريحي پارک، چې د ښځو د لاسي صنايعو د پلورلو لپاره هم کارېدل، د کابل ښار د لومړي مکروريانو په سيمه کې موقعيت لري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له تېرو کلونو راهيسې د پارک دغه برخه د ښځو لپاره ځانګړې شوې وه او مېرمنو په دې برخه کې د تفريح او ورزش تر څنګ خپل لاسي صنايع پر نورو مېرمنو او نجونو پلورل.
دا ځل هم طالبانو د دلیل څرګندولو پرته دغې ځانګړې سیمې ته د ښځو د ننوتو مخه نیولې ده.
په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو بندیزونه په داسې حال کې مخ په زیاتیدو دي چې نړیوالو بنسټونو او سازمانونو د دغو بندیزونو په اړه پراخ غبرګونونه ښودلي، خو په دې برخه کې د طالبانو دریځ نه دی بدل شوی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

