ډاکټر حمیرا قادري خپله دنده د امریکا د کنیکټیکټ ایالت په نیو هیون، ییل پوهنتون کې د څیړونکې په توګه پیل کړې ده.
حمیرا قادري په فارسي ژبه او ادبیاتو کې دوکتورا لري او په افغانستان کې د ښځو د حقونو له مخکښو فعالانو څخه ده.
اغلې قادري په ییل پوهنتون کې چې د امریکا او نړۍ یو له پخوانیو او معتبرو پوهنتونونو څخه شمیرل کیږي د فارسي ژبې او ادبیاتو په برخه کې کار کوي. ډاکټر قادري په افغانستان کې د طالبانو له واک ته د رسېدو پنځوس ورځې وروسته د ((سوزن طلایي)) د کیسې لیکلو ټولنه جوړه کړه، او د دې ټولنې له لارې هغه په افغانستان کې د کیسې لیکلو له لسګونو لیوالو سره اړیکه لري او د دوی لپاره د تخلیقي لیکلنو ټولګي تنظیموي.
د یادولو وړ ده چې د ییل پوهنتون په ۱۷۰۱ کال کې تاسیس شوی او د بیل کلینټن، جورج ډبلیو بوش، جان کیري او هیلري کلنټن په ګډون د امریکا ډیری ولسمشران او د دولتونو مشران فارغ شوي دي.
افغاني سره میاشت: ۱۸ په زړه سوري ماشومان مو د درملنې لپاره معرفي کړي دي
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه په سوري اخته ۱۸ نور ماشومان یې د درملنې لپاره په کابل...
Read more