د دایکندي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې یوه ۱۳ کلنه نجلۍ د هیرمند په سیند کې د ډوبیدو له امله مړه شوه.
سيمه ييزو سرچينو ويلي، چې دغه پېښه نن (د تلې ١٤مه) د دايکنډي ولايت د سرمعلم په کلي کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه نجلۍ مهديه نومېږي او ځايي خلکو له ډوبېدو يوه ورځ وروسته د هغې جسد له سيند څخه را ايستلى و.
په تېره یوه میاشت کې په دایکندي ولایت کې لږ تر لږه څلور کسان د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

