د بلخ ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو لومړی یوه ځوانه نجلۍ وهلې او بیا یې د حجاب نه اغوستلو په تور نیولې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه نجلۍ الهه نومېږي او د غبرګولي په ١٥مه، د مزارشريف ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د نور شاپنګ سنټر مخې ته نيول شوې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دوو کلونو راهیسې، طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د خپلې خوښې حجاب اغوستی دی او ډېرې ښځې او نجونې د دې ډلې د ځواکونو له خوا د نه منلو له امله ځورول شوې دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

