سرچینه وایي، چې د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې یوه ۶۰ کلنه مېرمن د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوې ده.
د تخار ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې تېره شپه (جمعه، ۱۸ سنبله) د خواجه غار ولسوالۍ په اسفند دشت کلي کې د بي بي صورت په نوم یوه ښځه په دار ځړول شوې ده.
د دې وژنې لامل او انګیزه نه ده څرګنده شوې، خو د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې د دغې ښځې زوى يې نيولى او پلټنې ترې روانې دي.
په همدې حال کې په تېرو دوو کلونو کې د ښځو د هدفي وژنو ډېرېدل د جدي اندېښنې لامل شوي او د ښځو د حقونو ملاتړو بنسټونو تل د دغو وژنو د ډېرېدو خبرداری ورکړی دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

