د هسپانیې د فوټبال فدراسیون مشر لوئیس روبیلیز له خپلې دندې استعفا کړې ده.
د هسپانیا د فوټبال فدراسیون پر مشر روبیلیز د ښځو د نړیوال جام په پایلوبه کې له ګټلو وروسته د دغه هېواد د ښځینه فوټبال لوبډلې سټرایکر جیني هرموسو د شونډو د ښکلولو له امله سختې نیوکې وشوې. هرموسو د اتلولۍ له مراسمو وروسته وویل چې دا بوس د هغه په رضایت سره نه دی ترسره شوی او له روبیلیز څخه یې شکایت کړی.
روبیالس، چې مخکې یې د اروپا د فوټبال اتحادیې (UEFA) د اجرایوي کمیټې له مرستیالي څخه خپله استعفا اعلان کړې وه، د هسپانیا د فوټبال فدراسیون له ریاست څخه د استعفا تر اعلان وروسته، په یوه تلویزیوني پروګرام کې وویل: “زه نشم کولی خپل کار ته دوام ورکړم. “
لوئیس روبیالس له دې مخکې له خپلې دندې د استعفا کولو څو ځلې غوښتنې رد کړې وې.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

