د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ادعا کړې چې یو شمېر بهرني بنسټونه له هغه وروسته خپل کارونه بند کړي، چې دغه وزارت د حجاب د رعایت امر ورکړ.د وزارت ویاند، سیفالاسلام خیبر، ویلي چې بهرنیو مؤسسو ته خبرداری ورکړل شوی و، څو د حجاب او د ښځو او سړیو د جلا والي قوانین مراعت کړي.نوموړي زیاته کړې، ځینې ادارې د نوو شرایطو له مخې پرېکړه کړې چې خپلې چارې تر هغو وځنډوي، څو د وزارت له لارښوونو سره سم فعالیت وکړي.طالبان وایي، د دې تګلارې موخه د دیني کلتوري ارزښتونو ساتنه ده، او وزارت ژمن دی چې د هغې د پلي کېدو څارنه به وکړي.خیبر دا هم ویلي چې وزارت د بهرنیو بنسټونو سره د همکارۍ لپاره چمتو دی، څو د قانوني فعالیت د دوام لپاره مناسبه لاره وموندل شي.یاده دې وي، مخکې له دې یو شمېر نړیوالو سازمانونو د یادو بندیزونو له امله اندېښنه څرګنده کړې وه.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

