سرچینې راوي زن ته ویلي چې طالبانو په تازه بندیز کې امر کړی چې ښځینه ښوونکې باید د برقعې په اغوستلو سره ښوونځیو ته حاضرې شي.دغه سرچینې نن (یکشنبه، د لړم ۱۸مه) زیاته کړې چې د ښوونکو ترڅنګ، نجونې زده کوونکې هم په ښوونځیو کې د برقعې اغوستلو ته اړې دي.دا فرمان د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) په دې ولایت کې عملي شوی دی.له دې وړاندې هم باوري سرچینو راوي زن ته ویلي وو چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د هرات د ښځو لپاره خبرداری ورکړی چې بې حجابه ښځې حق نه لري چې دوکانونو او سوپرمارکېټونو ته دننه شي.سرچینې چې نه غواړي هویت یې څرګند شي، ویلي چې دا خبرداری د یوې ناستې پر مهال ورکړل شوی چې په کې د دوکانونو استازي او چارواکو حاضر وو، او ټولو ته ویل شوي چې څوک باید بې له پوره حجاب څخه دوکانونو او عامه ځایونو ته دننه نه شي.طالبانو ویلي چې د ټولو ښځو پوښاک باید برقعه او یا نقاب وي، او عربي ټیکری کارول د ټاکل شویو شرایطو په رعایت بلا مانع دي، خو د حجاب له اصولو پرته دننه په بشپړ ډول منعه دي.سرچینو زیاته کړې چې د طالبانو موخه له دې پرېکړې څخه د عامه پوهاوي لوړول او د ټولنیزو ارزښتونو ساتنه ده، او له دې وروسته به ټول بازارونه او عامه ځایونه د دې حکم تر جدي څارنې لاندې وي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

