د فارياب ولايت سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په مرکز ميمنه ښار کې يوه ځوانه ښځه د خپل خاوند له خوا وژل شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا پېښه تېره شپه (د تلې ٢١مه) د ميمنې ښار په پښتونکوټ سيمه کې رامنځته شوې او د يادې مېرمنې مېړه له جرم کولو وروسته له سيمې تښتېدلى دى.
ويل کيږي چې دغه ښځه شل کلنه وه او د فارياب ولايت د پښتونکوټ ولسوالۍ اصلي اوسيدونکې وه.
تر اوسه د دغې وژنې لامل او انګيزه نه ده څرګنده شوې، خو د ځايي سرچينو په وينا، د کورنۍ شخړو لپاره دغه پېښه رامنځته شوې ده.
په فاریاب کې طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي. کارپوهان په افغانستان کې د ښځو د ستونزو د هواري لپاره د چارواکو نه شتون په ټولنه کې د کورنیو شخړو د زیاتوالي اصلي لامل ګڼي.
بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو شړل ژر تر ژره بند کړي
بخښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ سمدستي ودروي او د نړیوالو قوانینو...
Read more