د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې له ۵۴ سلنه ډېر د بامیانو اوسېدونکي له سخت اقتصادي او خوړو بیوزلي سره لاس او ګرېوان دي.یونیسف نن (یکشنبه، د لړم ۱۸مه) په خپور شوي راپور کې ویلي چې د بامیانو د خوارځواکي، په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره، د اندېښنې وړ دی.د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، په بامیانو کې شاوخوا ۳۵۰ زره تنه اوسېږي، چې له دې شمېرې څخه ۵۴ سلنه یې له بیوزلي سره مخ دي.یونیسف د بریتانیا د پراختیا له دفتر سره په ګډه د ماشومانو د تغذیې د ښه والي لپاره د ملاتړ پروګرامونه پیل کړی دی.د یاد صندوق د شمېرو له مخې، تېر کال له ۶۲ زرو زیاتې کورنۍ په افغانستان کې د دې ادارې له خوړو او تغذیې مرستو ګټه اخیستې ده.یونیسف ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې به هڅه وکړي تر پخوا ډېر اړمن وګړي د مرستو تر سیوري لاندې راولي.دغه اداره همدارنګه څرګنده کړې چې د افغانستان د تغذیې کړکېچ د نړۍ له سختو کړکیچونو څخه دی، او اوس مهال له پنځو میلیونو ډېر ماشومان د شدیدې خوارځواکي له ستونزې سره مخ دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

