د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې طالبان د ورځ تر بلې زیاتېدونکو بندیزونه له لارې د افغان ښځو ژوند یو نه زغمل کېدونکی خوب ګرځولی دی.دغه سازمان نن (پنجشنبه، د لړم ۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو تګلارې د افغانستان د ښځو او نجونو ژوند سخت کړی دی.په اعلامیه کې ویل شوي چې طالبان د ښځو له ټولو عامه برخو څخه په سیسټماټيک ډول لرې کولو سره د هغوی بشري حقونه او وقار تر پښو لاندې کړي دي.بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د طالبانو زیاتېدونکي بندیزونه د ښځو د روغتیایي او درملنیزو خدمتونو لاسرسی راکم کړی او دا به د ښځو او نجونو پر روغتیا درانه اغېزونه ولري.په اعلامیه کې همداراز راغلي چې د نړۍ د هېوادونو چوپتیا د ښځو پر وړاندې د پراخ ظلم او توپیر پر وړاندې، د طالبانو دغو ښځو ضد سیاستونو سره د همکارۍ معنا لري.دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو تر څنګ ودریږي او طالبان دې اړ کړي چې د خپلو کړنو په بدل کې ځواب ویونکي شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

