د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د اروپایي ټولنې په مالي مرسته د هغو ماشومانو ملاتړ کوي چې له خوارځواکۍ سره مخ دي.د اروپایي ټولنې د بشري مرستو پروګرام نن (پنجشنبه، د لړم ۲۲مه) ویلي چې د «ECHO-ASIA» مالي مرستې له لارې د روغتیایي کارکوونکو ملاتړ کوي څو د ماشومانو خوارځواکي ښه مدیریت کړي.د دې پروګرام له مخې، یونیسف روغتیایي کارکوونکي روزي څو د خوارځواکۍ ناروغي د سرپایي درملنې له لارې اداره کړي، ترڅو د غیر ضروري بستر کېدو مخه ونیول شي.تر دې مخکې هم، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د نړیوال بانک په همکارۍ په هېواد کې ۷۰ «د ماشوم د ودې مرکزونه» جوړ کړي وو.یونیسف (دوشنبه، د لړم ۱۹مه) په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي وو چې دا مرکزونه د پنځه کلنۍ څخه د کم عمره ماشومانو لپاره د روغتیایي، ښوونیز او رواني خدمتونو وړاندې کوي.د دې مرکزونو د جوړېدو موخه د شاوخوا ۲۰ زره ماشومانو لپاره د سالم او خوندي ودې شرایط برابرول بلل شوی دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

