په زابل ولايت کې د طالبانو د استناف محکمې له خوا د يوې ښځې په ګډون نهه تنه په درو وهل شوي دي. د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د سنبلې په ۲۶ مه نېټه د زابل په ولایت کې د یوې ښځې په ګډون نهه تنه د غلا، نامشروع اړیکو او غیر قانوني نکاح په جرم په درو ووهل شول.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پرېکړه نن له غرمې مخکې د طالبانو د مشرانو او د زابل د خلکو د ګڼې ګوڼې په شتون کې صادر شوه.
د يادونې وړ ده چې طالبانو له پخوا څخه تر اوسه پورې په عام محضر کې د شرعي حدودو د پلي کولو هڅه کړې او د جمهوريت پر مهال يې په صحرایي محکمو کې د خپل واک لاندې سيمو کې تورن کسان په دُرو وهلي، اعدام کړي او يا يې سنګسار کړي دي.
په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال لږ تر لږه شپږ کسان په فراه، هرات، لغمان او کندهار ولایتونو کې د دغې ډلې د لوړپوړو چارواکو په حضور کې اعدام شوي دي.
افغاني سره میاشت: ۱۸ په زړه سوري ماشومان مو د درملنې لپاره معرفي کړي دي
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه په سوري اخته ۱۸ نور ماشومان یې د درملنې لپاره په کابل...
Read more