اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه سرغړونې په کلکه غندلې دي او وايي چې طالبان باید له نړیوال بشردوستانه قوانینو څخه د ټولو سرغړونو مخه ونیسي.
د دغې اتحادیې له خوا دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې، چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ ۷۸مه غونډه روانه وه.
اروپايي ټولنې تېره شپه (دوشنبه، د تلې ٢٧مه) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول د دې اتحاديې لپاره د منلو وړ نه دي.
په بیانه کې راغلي، “موږ پر طالبانو غږ کوو چې په افغانستان کې د بشري حقونو ټولې سرغړونې او د نړیوال بشردوستانه قوانینو څخه سرغړونه پای ته ورسوي.”
په اعلامیه کې د افغان ښځو د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو د ترلاسه کولو لپاره پر ملاتړ هم ټینګار شوی دی.
په ورته وخت کې اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د نړۍ له ښځینه مشرانو سره د افغان ښځو د غوښتنو او ننګونو د شریکولو په هدف به د سترو خبرو اترو زمینه برابره کړي.
په پام کې ده چې د افغان ښځو د ملاتړ په اړه د اروپايي ټولنې پرېکړه لیک د سویس مرستیال ولسمشر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸مه غونډه کې وړاندې کړي.
افغاني سره میاشت: ۱۸ په زړه سوري ماشومان مو د درملنې لپاره معرفي کړي دي
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه په سوري اخته ۱۸ نور ماشومان یې د درملنې لپاره په کابل...
Read more