د ايرلنډ د بهرنيو چارو وزير ويلي، هېواد به يې له افغان مېرمنو سره تر هغو مرستو ته دوام ورکړي، څو دوی د زده کړو حق ولري.
د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیر مایکل مارتین له افغانستان انټرنېشنل سره په مرکه کې ویلي چې د یوه ښوونکي او پلار په توګه د ده لپاره دا ډېره ستونزمنه ده چې په افغانستان کې نجونې ښوونځي ته لاړې نه شي.
ښاغلي مارتین وویل: نن مو د مالیزیا، اندونیزیا او متحده عربي اماراتو له استازو سره ناسته درلوده. دوی وویل، چې په اسلام کې د ښځو زده کړه له دیني لارښوونو سره په ټکر کې نه ده، بلکې برعکس اسلام د ښځو پر تعلیم او زده کړې ټینګار کوي.
هغه زياته کړه، چې هېواد يې له نړيوالې ټولنې او د سيمې له هېوادونو سره د افغان مېرمنو پر زده کړو د محدوديتونو د لرې کولو په برخه کې همکاري کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د دولسو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د يوې غونډې په ترڅ کې له طالبانو وغوښتل، چې په عاجله توګه د بشري حقونو او ازادیو سرغړونو ته د پاى ټکى کېږدي. دوی د تعلیم او کار د حق په ګډون د ښځو او نجونو اساسي حقونو او آزادیو ته د مساوي لاسرسي غوښتنه کړې ده.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

