د طالبانو سترې محکمې د سرپل ولایت د یوې محکمې د حکم له مخې دوه ښځې او دوه نارینه د بې حیایۍ په تور مجازات کړل.
د دغو کسانو سزا په عام محضر کې تطبیق شوې ده. د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲) په خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې د سرپل ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ د ابتدایه محکمې قاضي او د طالبانو یو شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو د دوو ښځو او دوه سړيو د اعدام په مراسمو کې حضور درلود.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي: «په لومړي سر کې د تورنو قضیو فیصلې ولوستل شوې او هر یوه ته د محکمې له حکم سره سم تعزیري سزا ورکړل شوه، تر څو مجرمینو ته عبرت شي او د نورو لپاره نصیحت.”
په دې برخه کې د کارپوهانو له عقیدې برخلاف چې په اسلام کې د شرعي حدودو تطبیق په ځانګړو شرایطو او معیارونو پورې اړه لري؛ خو طالبانو په تېر او اوس کې څو ځله پر تورنو کسانو دغه محدودیتونه لګولي دي.
افغاني سره میاشت: ۱۸ په زړه سوري ماشومان مو د درملنې لپاره معرفي کړي دي
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه په سوري اخته ۱۸ نور ماشومان یې د درملنې لپاره په کابل...
Read more