د افغانستان د متعرضو ښځو غورځنګ د طالبانو په زندان کې د ژولیا پارسي او د هغې د زوی د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دغه غورځنګ غړو ویلي دي چې د ژولیا پارسي او د هغې د زوی له نیول کیدو څلورویشت ساعته وروسته هم د هغې د ځای او حالت په اړه نه پوهیږي.
طالبانو ژولیا پارسي او زوی یې د چهارشنبې په ورځ (۵ میزان) په کابل کې له خپل کور څخه ونیول.
ژولیا پارسي د ښځو د حقونو له فعالانو څخه ده او په ورته وخت کې یوه له هغو ښځو څخه ده چې د طالبانو د ښځو ضد سیاستونو پر ضد مظاهرې کوي. له دې مخکې ندا پرواني له خپل خاوند او څلور کلن ماشوم سره د طالبانو له خوا په کابل کې ونیول شول او د نږدې لس ورځو په تیریدو سره، اوس هم برخلیک یې معلوم نه دې.
د افغانستان متعرضو ښځو د غورځنګ غړو ویلي، چې دغه دوه مظاهره کوونکي ښځې او د هغوی کورنۍ باید ژر تر ژره د طالبانو له منګولو خوشې شي. تر اوسه د بشري حقونو بنسټونو د ژولیا پارسي د نیول کېدو په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

