د بشري حقونو فعاله محبوبه سراج، په ایران کې د ښځو د حقونو فعاله نرګس محمدي، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او په روسیه کې د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالني د نوبل د سولې د جایزې د نوماندانو په وروستي نوملړ کې شامل شوي دي.
د بشري حقونو فعالان ویل کیږي چې د سږکال د نوبل د سولې جایزې تر ټولو احتمالي ګټونکي دي.
د اوسلو د سولې څېړنیز انسټیټیوټ له افغانستانه محبوبه سراج او له ایرانه نرګس محمدي د دې جایزې د ترلاسه کولو لپاره د نوبل کمېټې ته وړاندیز کړی و. نرګس محمدي له څو کلونو راهیسې په زندان کې ده او د ایران د اسلامي جمهوریت سخته منتقده ده.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره سیما سمر د دې جایزې د ترلاسه کولو لپاره نومول شوې وه.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

