په فاریاب کې سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د دغه ولایت په لولاش ولسوالۍ کې یوه ښځه او یو ځوان په ډزو وژل شوي دي.
ځايي سرچينې وايي، دغه ځوان او ښځه تېره ورځ شاوخوا يوولس بجې د لولاش ولسوالۍ په نارنج کلي کې وژل شوي دي.
ويل کيږي چې دغه سړي او ميرمنې اړيکې درلودې او ددغې ميرمنې دپلار له خوا دکلاشينکوف په مرمۍ وژل شوي دي .
په فارياب کې دوسله والو طالبانو سيمه ييزو مسوولينو ددغه سړي او ښځې وژنه تاييد کړه او ويې ويل چې قاتل له ساحې څخه تښتيدلى دى.
په تېرو دوو کلونو کې، چې طالبانو پر افغانستان واکمني کړې، د نامشروع اړیکو په تور یې لسګونه نارینه او ښځې نیولي او په عام محضر کې یې د وهلو ټکولو اعلان کړی دی.
افغاني سره میاشت: ۱۸ په زړه سوري ماشومان مو د درملنې لپاره معرفي کړي دي
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه په سوري اخته ۱۸ نور ماشومان یې د درملنې لپاره په کابل...
Read more