طالبانو د «نړیوال مرستندویه ماموریت» مرستندویه موسسې شپږ کارکوونکي په ضمانت خوشي کړي دي. ویل کیږي چې ټول شپږ خوشي شوي کسان ښځې دي.
د غور ولایت سیمه ییزو سرچینو د پنجشنبې په ورځ (د غوایي ۱۳مه) وویل چې طالبانو د یوه امریکايي وګړي په ګډون د یوې مرستندویه موسسې شپږ ښځینه کارکوونکې خوشې کړې دي.
د نړيوال مرستندويه پلاوي (IAM) مرستندويه موسسې د سنبلې په ٢٤مه نېټه اعلان وکړ چې طالبانو د سنبلې په مياشت کې د دې ادارې اتلس کارکوونکي نيولي دي.
دې ادارې تایید کړې چې په نیول شویو کسانو کې لږ تر لږه یو بهرنی وګړی هم شامل دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

