د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په خان چهارباغ ولسوالۍ کې یوې اتلس کلنې ښځې ځان وژنه کړې ده.
د فاریاب امنیه قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د خان چهارباغ ولسوالۍ په عربشاه کلي کې یوې ځوانې ښځې ځان زندۍ کړ او خپل ژوند یې پای ته ورساوه.
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر وايي چې دغې ځوانې ميرمنې واده کړى و او دپلار په کور کې يې ځان وژنه کړې ده .
کارپوهان په دې باور دي چې د مشورتي او شکایتو اورېدلو مرکزونو نشتوالی په افغانستان کې، د ښځو او نجونو د ځان وژنې د پېښو د زیاتوالي یو لامل دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

