د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې هیواد یې د افغانستان په لویدیځ کې د زلزلې اغیزې په دقت سره څاري.
هغه د شپې (یکشنبه، 16 میزان) په X ټولنیز شبکه کې لیکلي چې مرستندویه هیوادونه د بیړنیو مرستو سره د قربانیانو اړتیاوو ته ځواب ووایی.
ویل کېږي چې یو شمېر نورو هېوادونو هم ورسره مرسته کړې او د همکارۍ ژمنه یې کړې ده.
طالبانو اعلان کړی، چې د هرات د زلزله ځپلو سره د مرستې او پالنې لپاره یې سل میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې او په دې برخه کې یې یو ځانګړی کمیسیون هم جوړ او ټاکلی دی.
د افغانستان یو مشهور سوداګر او د یوه خصوصي بانک خاوند میرویس عزیزي اعلان کړی چې د هرات له زلزله ځپلو سره به ۲۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته وکړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

