د ژغورنې لومړنۍ ډله چې په کشفي وسایلو سمبال ده له قزاقستان څخه هرات ته راورسیده.
د هرات سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د شنبې په ورځ د میزان په ۱۸مه له قزاقستان څخه د ژغورنې ډله له یوې الوتکې سره د ژغورني او درملنې له ټیم سره په هرات کې د زلزلې له زیانمنو سره د مرستې په موخه دغه ولایت ته ورسېده.
ویل شوي، چې د قزاقستان په دې مرستندویه ډله کې اته دېرش کارکوونکي، څلور خبریالان او اوه ډاکټران له ټولو طبي وسایلو سره شامل دي.
د قزاقستان د ژغورنې ډله د کشف په وسایلو سمباله ده او په پام کې ده چې هغه کسان راوباسي چې لا هم تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
دا ډله په داسې حال کې هرات ته رسېدلې ده، چې ترکيې تر دې وړاندې هم د زنده جان ولسوالۍ زلزله ځپلو ته د مرستو کڅوړې لېږلې وې.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

