په فاریاب کې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې یوې ښځې ځان وژنه کړې ده.
د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، د جمعې په ورځ د میزان په ۲۱مه د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په یوخان کلي کې یوې ۱۸ کلنې مېرمنې د خپل خاوند په کور کې د تیزاب په څښلو خپل ژوند پای ته ورساوه. په فارياب کې دوسله والو طالبانو سيمه ييزو مسوولينو دغه خبر تاييد کړ او ويې ويل چې ددغې ښځې دځان وژنې علت کورنۍ تاوتريخوالى دى . طالبانو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
تېره اوونۍ د دغه ولایت په خان چهارباغ ولسوالۍ کې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ د کورني تاوتریخوالي له امله ځان په زندۍ وواهه او خپل ژوند یې پای ته ورساوه.
د کورنیو مشورتي مرکزونو نشتوالی او هغه تاوتریخوالی چې افغان میرمنې او نجونې یې په کور او ټولنه کې تر فشار لاندې راوستي دي د ښځو د ځان وژنې د شمیر د زیاتوالي یو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کیږي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

