د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړي استازي په پلخمري ښار کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د برید په غبرګون کې ویلي چې دا ظلم باید پای ته ورسیږي.
د افغانستان خلک ډېر ځورېدلي دي.
د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د شنبې په ورځ (د میزان ۲۲ مه) په X ټولنیزه شبکه کې لیکلي: “د شیعه ټولنې پر وړاندې بریدونه هغه تنوع ته یو ګواښ دی چې افغانستان یې تعریفوي.”
د جمعې په ورځ د پلخمري ښار په امام زمان جومات کې؛ کله چې لسګونه کسان د جمعې لمانځه ته روان وو، یوه چاودنه وشوه چې له امله یې لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.
داعش د دغې چاودنې پړه پر غاړه اخیستې او ویلي یې دي چې بریدګر ځانمرګی بریدګر وو.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

