د فاریاب ولایت په چهلګزي ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو یوه مېرمن وژلې او مور یې ټپي کړې ده.
په فارياب کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جمعې په ورځ (د ميزان په ٢٨مه) ناپېژانده کسان د زليخا په نوم د يوې کونډې کور ته ننوتلي، د خپلو وسلو په ډزو يې ټپي کړې او د هغې شل کلنه لور يې وژلې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې وسله وال په تېښته بريالي شوي او د وژنې انګېزه نه ده څرګنده.
په ورته وخت کې ځايي سرچينو ويلي، چې دغه مور او لور د بادغيس ولايت د تګاب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي وو او له څه مودې راهيسې په نوي رامنځته شوې پلچرخي ولسوالۍ کې اوسېدل.
د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، زلیخا د خپل خاوند د وروڼو له خوا د خپل خاوند ګل خان په وژلو تورنه شوې وه.
خو د ځايي سرچينو په وينا، د ګلخان وروڼو زلقيه او لور يې په ډزو وژلي دي.
ویل کیږي چې د ګل خان وروڼو غوښتل چې زلیخا بادغیس ولایت ته بوځي. خو هغه چمتو نه و.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

