د “پولیو څخه پاک افغانستان” په نوم یوې موسسې په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي چې د لړم په لومړۍ نیټه د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیلیږي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، دغه کمپاین به په کابل، کاپیسا، پروان، تخار، کندز، بغلان، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا او غزني ولایتونو کې پیل شي.
له پولیو څخه د پاک افغانستان ټولنې د دغو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتي، چې ټول له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي، څو له افغانستانه پولیو له منځه ولاړه شي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه پکې د پولیو کچه صفر ته نه ده رسېدلې او سږ کال په ننګرهار ولایت کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

