دوه ښځینه خبریالانې چې د مهر امیني له وژل کېدو وروسته د ایران د ښځو د اعتراضونو په ترڅ کې نیول شوې وې، په څو کاله بند محکومې شوې دي.
د ایران رسنیو خبر ورکړی دی چې د اسلامي انقلاب د محکمې پنځلسمې څانګې د تورنو نیلوفر حامدي او الهه محمدي د دوسیې له څیړلو وروسته ټول دوه تورن کسان په دریو تورونو محکوم کړل او خپله پریکړه یې صادره کړه.
د محکمې د حکم له مخې الهه محمدي د امریکا له حکومت سره د همکارۍ په تور په شپږ کاله بند، د دغه هیواد د امنیت پر ضد د جنایتونو دسیسې په خاطر په پنځه کاله بند او د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د تبلیغاتي فعالیتونو په خاطر په یو کال بند محکومه شوې ده.
نیلوفر حامدي هم د امریکا له حکومت سره د همکارۍ په تور په ۷ کاله بند، د هیواد د امنیت پر ضد د جرم د ترسره کولو په تور په ۵ کاله بند او د ایران اسلامی جمهوریت پر ضد د تبلیغ په تور په یو کال بند محکومه شوی ده.
د يادونې وړ ده، چې که د استيناف محکمې پرېکړه تصويب شي، تورن کسان به تر ټولو سخته سزا،الهه محمدي ته په شپږ کاله بند او نيلوفر حامددي ته په اووه کاله بند محکوم شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

