ملګري ملتونه وايي، په هرات کې د تېرو څو ورځو زلزلې لږ تر لږه ۷۵۰۰ امیندوارو میرمنو ته روغتیایې زیانونه رسولي دي.د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق نن (یکشنبه د میزان ۳۰مه) په یوه راپور کې ویلي چې هرات ته یې اته ګرځنده روغتیایې ټیمونه د امیندوارو ښځو او د زلزلې له ناورین ځپلو سره د مرستې لپاره استولي دي.
د دغه راپور له مخې د هرات په ځينو سيمو کې د دغو زلزلو له امله ټول کورونه ويجاړ شوي او زيات شمېر بې ځايه شويو کسانو کیږدیو (خیمو) او زړو ودانيو ته پناه وړې ده.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د هرات د زلزلې له امله د زیانمنو شویو امیندوارو میرمنو د پاملرنې په برخه کې د ددې ادارې هڅې وستایلې.
نوې احصایې ښيي چې په هرات کې د زلزلې له امله څه باندې ۲۴۴۵ کسانو ژوند دلاسه ورکړی او ۲۴۴۰ نور ټپیان شوي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

