په هرات کې سرچینې وايي، د ریکټر په کچه ۴،۳ درجې زلزلې دغه ولایت یې ولړزاوه.
دا زلزله نن شپه (یکشنبه، ۳۰ /میزان) شاوخوا اته بجې د قره باغ سیمې په ۳۰ کیلومترۍ کې شوې ده.
دغې زلزلې د زنده جان او کرخ ولسوالۍ او د چهاربرجک سیمه یې لړزولې ده.
تر اوسه د دې زلزلې د احتمالي زیانونو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
دا زلزله په داسې حال کې شوې چې د هرات ډېری ښاریان له ۱۸شپو ورسته نن شپه بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي وو.