په ورته وخت کې چې د اروپايي ټولنې د امنیتي او بهرنۍ تګلاري ویاند له پاکستانه د افغان کډوالو په اجباري ایستلو نیوکه کړې او و یې ویل چې دا کار افغان کډوال په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له مستقیم ګواښ سره مخ کوي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې له پاکستانه د بې اسنادو پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره د پاکستان د حکومت د ضرب الاجل پای ته له یوې اونۍ څخه کمه پاتې ده.
د اروپايي اتحادیې د امنیتي او بهرنۍ پالیسۍ ویاند پیتر استانو ویلي دي “د پاکستان د دولت دی دغی پریکری له امله افغان کډوال چې په هغو کې د هغه کسانو په ګډون چی دی نړیواالی ټولنی له خوا دخپل امنیت د تامین کولو هڅیکوی زیانمن شوی برخی اغیزمنی کیدای شی.
په دا حال کې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی ، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له لویدیځو ډیپلوماټانو سره په لیدلو ویلي، هغه پناه غوښتونکي چې د لویدیځو هېوادونو ویزو ته انتظار کوی نه شړل کېږي.
نوموړي د لوېديځو هېوادونو له سياسي نمايندګيو غوښتي، چې هغو افغان کډوالو ته چې په پام کې ده لوېديځ ته د ويزو د ورکړې چټکه کړي.
په هرحال پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې د استوګنې له اسنادو پرته پناه غوښتونکي د امنیتي او اقتصادي دلایلو له امله ایستل کیږي.
افغاني سره میاشت: ۱۸ په زړه سوري ماشومان مو د درملنې لپاره معرفي کړي دي
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه په سوري اخته ۱۸ نور ماشومان یې د درملنې لپاره په کابل...
Read more