د فاریاب سیمه یز چارواکي وايي، د دغه ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې یوې ځوانې ښځې ځان وژنه کړې ده.
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي : چې دغه ښځې پرون ماښام (د میزان ٣٠مه) د پشتونکوت ولسوالۍ په (هزارسوم )کلي کې ځان وژنه کړې ده.
او هغه زياته کړه، چې دا (٢٥ کلنه) مېرمن کامله نومېږي او طالبانو د دې قضيې په تړاو د هغې خاوند نيولى دى.
د رواني ناروغۍ او رواني فشارونه د فقر او وزګارۍ له امله په هېواد کې په ځانګړې توګه د ښځو د ځان وژنې لوی دلایلو بلل کېږي.