په تهران کې یو شمیر افغانستانی پناه غوښتونکو په آلمان کې د خپلو پناه غوښتونکو د دوسیو د څیړلو د بهیر د سستوالي په اړه په تهران کې د دغه هیواد د سفارت مخې ته مظاهره وکړه.
دا پناه غوښتونکي چې ماشومان او ښځې هم په کې شاملې دي، د دوشنبې په ورځ (عقرب لومړۍ) په تهران کې د جرمني د سفارت مخې ته راټول شوي او وايي چې د دوی د ویزو د ورکولو بهیر ډېر ورو روان دی.
په داسی حال کې چې افغان اتباع د کورنیو د یو ځای کېدو د بهیر د سستوالي په اړه اعتراضونه کوي، د المان یو شمیر سازمانونه هم له خطر سره د افغانانو د ژغورلو لپاره د المان د پالنی د پروګرام پر ځنډېدو نیوکه کوي.
د(میزان میاشت) د المان د بهرنیو چارو وزارت یو داسې پلان اعلان کړ چې پر اساس یې دغه هېواد باید هره (میاشت ۱۰۰۰ افغان) کډوال المان ته ولېږدوي. او په دې طرحه کې د عدلي، قضايي، سیاسي، رسنیو، پوهنې، سيورتی او فرهنګی په ځانګړي ډول د ښځو د خوندیتوب او بشري حقونو په برخو کې د خطر سره مخامخ کسانو سپارلو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.
د دی پروګرام له اعلان یو کال وروسته د (کابل لوفت برو) په نوم موسسې وویل چې په دې موده کې یوازې (۱۳ تنه )آلمان ته انتقال شوي دي.
خو په دی حال خپرو شویو راپورونو له مخې آلمان د (اسد میاشت ۱۴۰۰کاله )وروسته د څه باندې (۳۰۰۰افغانانو) د استولو غوښتنه منلې ده.