د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي په کابل کې د طالبانو له مشر سره کتلي دي.
د دې ناستې په اړه د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د پرمختګونو شته چالشونه او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې په دې غونډه کې فریدون سینیرلی وغلو د نجونو پر زده کړو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر تر اوسه د دې کتنه په اړه جزئیات نه دي خپور کړي .
د ملګرو ملتونو دغه غړی راتلونکې میاشت دغه سازمان ته د افغانستان د وضعیت په اړه راپور وړاندې کوي.