د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طاها وايي چې دغه سازمان له طالبانو سره «د بشردوستانه چلند او رغنده خبرواترو په چوکاټ کې تعامل» ته دوام ورکوي.
طاها دا څرګندونې شنبه د غويي پر ۱۵مه په ګمبیا کې د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو په ۱۵مه ناستې کې کړې دي.
نوموړي په دې ناسته کې د دغه سازمان غړو هېوادونو څخه غوښتي چې د افغانستان لپاره له خپلو بشردوستانه هڅو ملاتړ وکړي.
د اسلامي همکاریو سازمان د «افغانستان د بشري مرستو د صندوق» له لارې هېواد سره مرسته کوي.
د یادونې ده چې تېر کال د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي فقهې د نړۍوالې اکاډمۍ او د اسلامي نړۍ د نورو دیني بنسټونو په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته استولی و.
که څه هم دغه پلاوي له طالب چارواکو سره په اسلام کې د زغم او اعتدال او د ښځو د زدهکړو او کار پر حق خبرې کړې وې؛ خو دغې ډلې په هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونې په هکله د نړۍوالو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.