طالبان په افغانستان کې د واک دترلاسه کیدو په لومړیو ورځو کې د نویمې میلادي لسیزې په څیر ښځې او نجونې له خپلو لومړنیو حقونو لکه تعلیم او کار څخه بې برخې کړې او د ښځو د حقونو د مدافعینو بنسټونو دروازې یې وتړلې.
سربیره پردې، دې ډلې تر اوسه پورې په بیلابیلو ابعادو کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو شاوخوا 70 فرمانونه صادر کړي دي.
د خپلواکو سازمانونو له خوا د خپرو شویو څیړنو او راپورونو له مخې، ښځې د طالبانو تر ولکې لاندې د قتل، جبري ودونو، جنسي تیري او په کم عمر کې د ودونو په ګډون له پراخ تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.
بلخوا د طالبانو سیستماتیک جنسیتي تبعیض د هیواد په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې ښځې په بشپړه توګه له ګډون څخه بې برخې کړي دي.
خو د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي زياتره قضيې د امنيتي ګواښونو او د طالبانو له خوا د رسنيو په آزادۍ باندې د لګول شويو محدوديتونو له امله نه دي افشا شوي او د هرچا له سترګو پټې پاتې دي.
راوي زن رسنۍ د افغانستان په لوېديځ (هرات، فراه، بادغیس او غور ) کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو په اړه د يوه څېړنيز راپور په لړ کې د افغانستان په لوېديځه حوزه کې د ښځو له فعالو خوځښتونو سره د اړيکو او د يو شمېر نرسانو او ډاکټرانو په همکارۍ له سيمه ييزو سرچينو څخه په ګټې اخيستنې د تیر کال (د 2023 اګست څخه تر 2024 اګست پورې) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پیښې تر څیړلو وروسته مستند کړې دي.
زموږ موندنې ښيي چې د طالبانو تر ولکې لاندې په افغانستان کې د ښځو وضعیت خورا کړکېچن او د اندېښنې وړ دی.
د ښځو پر شخصي او ټولنیزو حقونو او ازادیو لګول شوي بندیزونه، د جنسیتي تاوتریخوالي زیاتوالی او د رسنیو په فعالیتونو کې کموالی هغه لویې ننګونې دي چې په دې برخه کې یې د ښځو ژوند ستونزمن کړی دی.
د راوي زن د موندنو له مخې، په تېر یوه کال کې (د ۲۰۲۳ کال له اګست څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې) په دې حوزه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نږدې دوه زره پېښې شوې دي.
وژل، جبري ودونه، جنسي تېری، په کم عمر کې ودونه، وهل ټکول، دره وهل او له ميراث څخه محروميت په دې حوزه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له مهمو پېښو څخه دي.
د راوي زن رسنۍ د ترلاسه شویو شمېرو له مخې، په دې سیمه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی ۱۸۸۰ پېښې ثبت شوي او په اوسط ډول هره ورځ له ښځو سره د تاوتریخوالی لږ تر لږه ۵ پېښې لیدل کېږي.
لاندې جدول د افغانستان په لوېدیځه سیمه کې د ۲۰۲۳ کال له اګست څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ښیي:

وژنې
راوي زن رسنۍ له ځايي سرچینو سره د خبرو له لارې دغه معلومات ترلاسه کړي چې په تېر کال کې د افغانستان په لوېدیځ کې ۲۹ ښځې وژل شوې او بادغیس ولایت د تر ټولو ډېرو یعنې ۱۲ ښځو په وژل کیدو سره لومړی، غور په ۹ وژنو، هرات د ۵ وژنو او فراه د ۳ وژنو په لرلو سره ورپسې ځای لري.
طالبان او کورنۍ تاوتریخوالي د دغو پېښو له عمده لاملونو څخه ګڼل کېږي.
د دغو تاوتریخوالو یوه بیلګه د فاطمه بنت محمد حیدر وژنه ده، نوموړې په غور ولایت کې د خپل مېړه له خوا چې د طالبانو غړی و، په بې رحمانه ډول ووژل شوه.
فاطمه چې په اصل کې د بادغیس ولایت اوسېدوونکې وه، د طالبانو له یوه غړي سره یې واده کړی و، د فاطمې خپلوانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې فاطمه د خپل مېړه شهاب الدین لخوا د یوه پردي سړي سره د اړیکو لرلو په تور وژل شوې ده.
د کبرا په مستعار نوم د فاطمې یوې خپلوانې وویل چې له پردي سړي سره د فاطمې د اړیکو تور بې اساسه دی او فاطمې له هیچا سره اړیکه نه درلوده.
هغه زیاته کړه: «فاطمی له څو کلونو راهیسې له دغه طالب سره اوسېدله او له هغه څخه یې درې اولادونه درلودل. هغه یوه ساده ښځه وه او دا شیان یې نه خوښول. “د هغې میړه عصبي او رواني سړی و، هغه یې ووژله او وروسته یې هغه د بل چا سره د اړیکو په تور تورنه کړه.”
کورنۍ تاوتریخوالي او ناموسي وژنې هغه جدي مسایل دي چې تل یې په افغانستان کې د ښځو څخه قرباني اخیستې ده.
راوي زن رسنۍ د غور ولایت د روغتون داسې اسناد ترلاسه کړي چې ښيي په دغه ولایت کې د تاوتریخوالي له امله د ښځو په ګډون ګڼ شمېر کسان روغتون ته لېږدول شوي د اسنادو له مخې یو شمېر جسدونه هم روغتون ته لېږدول شوي دي.

کریمه یوه بله ځوانه ښځه ده چې د طالبانو له راتګ او د جمهوري ریاست په دوره کې یې په هرات ولایت کې د ملي پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کړې ده. نوموړې په اصل کې د غور ولایت وه او څه موده په هرات کې اوسېدله. نوموړې هم د طالبانو له خوا په وژل شویو قربانیانو کې ده.
دعارفې په مستعار نوم د هرات ولایت د ملي پولیسو پخوانۍ غړې د طالبانو له خوا د خپلې همکارې کریمې د وژلو کیسه داسې یادوي: «کریمه زموږ همکاره وه. هغې څلور ماشومان درلودل او میړه یې روږدي و. هغه د خپلو ماشومانو د ملاتړ لپاره کار کاوه. د طالبانو له راتګ وروسته موږ ټول وزګار شولو او د عاید سرچینه مو له لاسه ورکړه. له بلې خوا، موږ ډیر ویره درلوده چې طالبان به موږ ووژني. له همدې امله موږ ټول په پټه کې ژوند کاوه. په هغه وخت کې کریمه له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وه او د څو میاشتو کرایه یې هم نه شوه ورکولې هغه د طالبانو د وېرې نه شوه کولې له کوره بهر وځي او د کار په لټه کې شي.
هغه زیاتوي: “په وروستیو تلیفوني خبرو کې چې له ما سره یې درلوده، تل به یې ویل چې کله له کوره ووځي، احساس کوي چې څوک یې تعقیبوي. بلاخره له دې وېرې چې طالبان به کور ته راشي او ووژني، خپل ماشومان يې له ځانه سره يوړل او په غور کې د خپل پلار کلي ته ولاړه، زه د یو څه وخت لپاره له هغه څخه ناخبره وم، تر دې چې یوه ورځ یې لور په مستعار نوم زهرا راته زنګ وواهه چې طالبانو زما مور وژلې ده.»
په ډېرو هلو ځلو مو وکولای شول د هغه له دوو خپلوانو سره په دې شرط خبرې وکړو چې هویت یې په ډاګه نشي د راوي زن خبریاله د غور ولایت د ښار په څنډه کې یوه لیرې پرته کور ته ځي او هلته یې له یوې ۵۰ کلنې ښځې سره چې مستعار نوم یې سیاه مو، ده خبرې کوي هغه د کریمې د وژنې کیسه داسې یادوي: «کله چې کریمه کلي ته راغله، د کار موندلو هڅه یې کوله، تر دې چې یو ګاونډي ورته وویل که غواړي، د وریښمو په یوه کارخونه کې دې کار وکړي هلته فرصت شته هغه ومنله چې د وریښمو په کارخونه کې کار وکړي کارخونه د کریمې له کوره يو ساعت لرې وه. یوه ورځ هغه کار ته لاړه او تر ناوخته رانغله د هغې ماشومان په کور کې یوازې وو. د شپې دوی زما د کور دروازې ته راغلل او ویې ویل چې زموږ مور تر اوسه کور ته نه ده راغلې.»
سیاه مو راوي زن ته وویل چې دوی په هغه شپه تر سهاره د کریمې په لټه کې ول مګر د هغه هیڅ نښه نه وه.
د فوزیې په مستعاره نوم یوې ځوانې نجلۍ د کریمې د وژنې په اړه خپل نظر داسې څرګندوي: “ما له کریمې سره کورنۍ اړیکه نه درلوده، مګر زما زړه د هغه د ماشومانو لپاره سوځیدلی و. د سهار له لمانځه وروسته زموږ د کلي ملک او ځينو سپين ږيرو د کريمې جسد له مازدا موټره ښکته کړ او د کور دروازې ته يې يوړه. دا یو ډیر غمجن حالت و. د ډبرې زړه هم د کریمې د ماشومانو پر حال سوځیده.
د فوزيې په وينا، طالبانو کريمه له کار څخه تر ستنېدو وروسته شاوخوا پنځه بجې په لاره کې ووژله.د هغې جسد د شپې له خوا کلي ته څېرمه ویاله کې د خلکو له خوا وموندل شو او خلکو طالبانو ته خبر ورکړ.
اوس مهال، سیاه مو د کریمې دماشومانو پالنه کوي او هیله لري چې کریمې ماشومان وکولی شي له افغانستان څخه ووځي او په راتلونکي کې د ځان لپاره ژوند جوړ کړي.
د طالبانو له خوا د ښځو د وژنو د لړۍ په دوام چې د هغوی په وینا د ناپیژاندو وسله والو لخوا د ښځو هدفي وژنې دي؛ د طالبانو په ځینو وژنو کې عیني شاهدان هم شته د عیني شاهدانو په ویناد افغانستان په لوېدیځ ولسوالیو کې د هغوی د سترګو په وړاندې هم د طالبانو له خوا وژنې شوي دي. د ۱۴۰۳ لمریز کال د جوزا په ۶ مه د عبدالصمد په نوم یو طالب چې په کرخ ولسوالۍ کې د طالبانو په سیمه ییزه قومندانۍ کې کار کاوه، خپلې دوه میرمنې په ډزو ووژلې. دغه طالب قومندان خپلې دواړه ښځې د خپلو ترمنځ د جګړې له امله په ډزو ووژلې.
په ډېرو هلو ځلو مو وکولای شول چې د ملا عبدالصمد د یوې وژل شوې میرمنې له یوه خپلوان سره اړیکه ونیسو او د هغې د وژنې کیسه په ډاګه کړو.
دغه سرچینه چې د هویت د پټ ساتلو په شرط یې له موږ سره خبرې کولې، د دغې ښځې د وژنې کیسه داسې بیانوي: «ملا عبدالصمد د کرخ ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ کې د طالبانو له ډلې څخه یو دی. ډېر خود غرض او ظالم انسان و او د هیچا لپاره یې رحم نه کاوه. له خپلې کورنۍ او ملګرو سره یې ډېر بد چلند کاوه. د هغه ښځې او ماشومان هیڅکله له هغه څخه آرام نه وو.»
هغه زیاته کړه: سره له دې چې د هغه یوه ښځه امیندواره وه، حتی د هغې امیندوارۍ ته یې هم رحم ونکړ (د هغه یوه ښځه د څلورو میاشتو حامله وه). دغه بې رحمه سړي دواړه بې وزله ښځې ووژلې، په داسې حال کې چې کوم خاصه خبره نه وه. دهغه میرمنې په ډیره وړه خبره باندې لانجه کړې وه، ځکه چې عبدالصمد یو ډیر ظالم سړی و، په ډیره اسانۍ سره یې خپل ټوپک واخیست او دواړه میرمنې یې په ډزو ووژلې. کله چې کور ته ننوتو، ومې لیدل چې ټول کور په وینو لړلی و، په کور کې وینې بهېدې، دواړه بې وزله ښځې په ډزو ویشتل شوې وې.»
د يادو دوو ښځو کورنيو څو ځلې د ولسوالۍ مرکز ته مراجعه کړې او د ملاصمد د نيولو او د قضيې د تعقيب غوښتنه يې کړې ده. خو تر اوسه د طالبانو هېڅ عدلي او قضايي ارګان په دې قضیه کې غبرګون نه دی ښودلی او نه یې دوسیه تعقیب کړې ده.

اجباري نکاح
د بشری حقونو خپلواک کمیسیون او د ښځو د حقونو د سازمانونو له ړنګیدو وروسته، په افغانستان کې جبری ودونه زیات شوي او د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې طالبان په زوره ودونه کوی.
د ښځینه داستان د موندنو له مخې، په هرات، فراه، بادغیس او غور ولایتونو کې په تېر یوه کال (د ۲۰۲۳ کال له اګست څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې) ۳۷۲ نجونې د طالبانو له غړیو او د هغوی اولادونو ته په زور ودول شوې دي.
مريم شایسته او زرغونه د هغو نجونو مستعار نومونه دي چې د طالبانو له قوماندانانو سره په زوره واده شوې وې.
مريم د هرات ښار هغه ٢٢ کلنه اوسیدوونکې ده چې له طالبانو سره د اجباري واده قرباني شوې وه. مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسېږي، هغې د هرات په پوهنتون کې د انجینرۍ زده کړې پیل کړې وې کله چې د طالبانو د فرمان له مخې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګېد هغه له زده کړو پاتې شوه. مريم چې د يوه خپلوان له زوی سره کوژده شوې وه، خو وروسته په هرات کې د طالبانو د يوه قوماندان له خوا (د مريم په غوښتنه او د هغې د امنيت د خونديتوب په خاطر، د دغه طالب قوماندان هويت نه په ډاګه کیږي) په زوره واده شوه.
مريم وايي: د طالبانو تر راتګ مخکې مې د خپلې مور د تره له زوی سره کوژده کړې وه. د طالبانو له راتګ وروسته څو میاشتې وزګار و او هر څه چې یې ولټوه، کار یې ونه موند. زما ولور څلور لکه افغانۍ وو هغه د کار لپاره ایران ته ولاړ پلار مې هر ځل ورته زنګ وواهه چې پنځوس زره یا یو لک را ولیږه. هغه هرڅه وکړل خو ونشو کولی دا مقدار پیسې ولیږي. بلاخره پلار مې د طالبانو حوزې ته لاړ چې زوم مې ولور نشي ورکولی باید راشي او زما لور ته طلاق ورکړي.
مريم زياتوي: «کله چې پلار مې حوزې ته ورغی، د پوستې مشر ترې وغوښتل چې د خپلې لور او زوم عکس دې وښيي. د حوزې قومندان د عکس له لیدو وروسته یې وویل چې ته اندیښنه مه کوه زه به ستا لور ته په یو ساعت کې طلاق واخلم، هغه زما د پلار د تلیفون شمیره اخیستې وه او بله ورځ یې ورته تلیفون وکړ چې سمدستي حوزې ته راشي کله چې زما پلار حوزې ته لاړ، هغه طالب قوماندان ورته وویل چې ته خپله لور ماته واده کړه. که تاسو دا کار ونه کړئ، زه به تاسو تری تم کړم.”
د مريم په وينا، هغه طالب قوماندان ددې کوژدن ته زنګ وواهه او ورته يې وويل، چې له دې وروسته د مريم په نوم کومه ښځه نه لرې او که دا موضوع له چا سره راپورته کړه، ورک به دې کړم. په دې ډول يې مريم اړ کړ، پرته له دې چې له واده شوې ښځې څخه شرعي طلاق واخلي طالب قومندان سره اجباري نکاح شوه.
د جبري ودونو بله قرباني د زرغونې په مستعار نوم يوه نجلۍ ده. زرغونه د هرات پوهنتون د انګلیسي ادبیاتو له پوهنځي فارغه ده او اووه میاشتې وړاندې یې د هرات ښار په یوه ښوونځي کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوله. زرغونه د خپل اجباري واده کیسه داسې بیانوي: «زه د هرات په یوه ښوونځي کې ښوونکې وم. یوه ورځ د معارف یو مدیر چې یو با نفوذه طالب و، له څو نورو طالبانو سره زموږ ښوونځي ته راغی، د خپلې وینا له مخې یې له ښوونځي لیدنه وکړه او وضعیت یې وڅېړه. هغه د ښوونکو ادارې ته راغی او زموږ ټولو ښوونکو سره ستړي مشي وکړه ،کله چې زه په اداره کې له خپل حاضري سره په کار بوخت وم، نو ما ولیدل چې هغه زما میز ته راغی او خپل لاس یې پر میز کېښود او په عجیبه سترګو یې زما مخ ته وویل: دا ستاسو اوږد نوکان دي؟ شاوخوا درې یا څلور ورځې وروسته د ښوونځي مدیر وویل چې هغه طالب له ما څخه وغوښتل چې هغه ته ستاسو د کور ادرس ورکړم ترڅو تاسو ته ریبار ولیږي.
زرغونه وايي چې کورنۍ يې د طالبانو د دغه امر له منګولو څخه د تېښتې په موخه د خپل اوسېدو ځای بدلولو ته اړ شوه او ښوونځي ته له تګ څخه هم منع شوه.
د زرغونې په وينا، په دې ورځو کې يوه ناپېژانده کورنۍ هغې ته د ریباري لپاره راغله او کورنۍ يې له کافي پوهې او څېړنې پرته د طالب له وېرې د دغې کورنۍ له زوی سره هو وکړه. هغه زياته کړه: “موږ د هغوى په اړه څه نه پوهېدل او وېرېدو، چې د پوهنې امر او د هغه کسان به د شپې له خوا زموږ پر کور يرغل وکړي او په زور به يې ونيسي؛ موږ باید د یوې اونۍ په اوږدو کې دې کورنۍ ته مثبت ځواب ورکړو، پرته له دې چې زموږ د کوژدې او واده مراسم ترسره شي. وروسته له دې چې مېړه مې له ایرانه راغی، پوه شوم چې په نشه يي توکو روږدی او مجرم دی او شپه او ورځ مې وهي. “زه د طالب له ظلم او جبر څخه د خلاصون لپاره د دې بدبختۍ په جال کې راښکته شوم.”
زرغونه وايي چې زه د پوهنې د امرانو او د هرات د پوهنې ریاست د نورو کارکوونکو د هوس یوازینۍ قرباني نه وم، دوی ډېری ښوونکي او نجونې په زور ودونو ته اړې کړې. د هرات د پوهنې ریاست ځان د ښوونې او روزنې په برخه کې د ښوونکو او اداري غړو مالکان ګڼي او د ښوونکو کورنۍ دې ته اړ باسي چې خپلې لورګانې په زوره واده وکړي. د زرغونې په وينا، تر دې وړاندې هم دا کار شوى او د پوهنې پخواني رييس هم د يوه ښوونځي له ځوانې ښوونکې سره واده کړى و. ځکه چې هغه نور د اوسېدو ځای نه درلود او دوه ځلې یې واده کړی و، له همدې ښوونکې سره یې د درېیمې مېرمنې په توګه واده وکړ او له هغې سره یې د ښوونځي په یوه خونه کې ژوند کاوه.
جنسي تیري
د دې ډلې د نورو جرمونو په څېر په لوېديځه حوزه کې د طالبانو له خوا پر ځوانو نجونو او ښځو د جنسي تېري ډېرې پېښې شته، چې ډېرې پیښې د خوندیتوب دنشتون، د کورنيو د عزت ساتلو او دطالبانو له شره د خونديتوب له امله نه دي رسنیزې شوي.
د راوي زن رسنۍ د موندنو له مخې، په تېر کال کې د افغانستان په څلورو لوېدیځو ولایتونو کې پر ۲۶ کسانو د طالبانو یا دغې ډلې ته د نږدې کسانو له خوا جنسي تېری شوی دی.
راوي زن رسنۍ د هرات ولایت په جبریل سیمه کې د جنسي تېري له دوو قربانیانو سره خبرې کړې دي. پریسا او ساجده هغه دوه نجونې دي چې لومړی د اجباري حجاب په پلمه د طالبانو له خوا ونیول شوې او حوزې ته واستول شوې او بیا د دوی په وینا نامعلوم ځای ته چې د یوه شخصي کور په څیر ښکاريده انتقال شوې. له دوو اوونيو کړاوونو وروسته د طالبانو له ډېرو شکنجو او وهلو ټکولو وروسته د کورنۍ د غړو په ضمانت خوشي شوي دي.
پریسا د طالبانو لخوا د نیول کیدو او بیا د جنسي تیري کیسه داسې بیانوي: د دوشنبې په ورځ د سهار په اوو بجو، د ژمي په نسبتا سړه ورځ، ساجده راسره راغله چې د هرې ورځې په څیر د ژبې کورس ته لاړ شو، موږ د سړک په منځ کې وو او د تالار میلاد کوڅې ته رسېدلي وو چې ناڅاپه مو ولیدل چې د طالبانو یو شخصي موټر په تېزۍ سره له موږ څخه تېر شو او زموږ په مخ کې ودرېد، نو یو شمېر وسله وال طالبان چې لوی لاسي رومالونه او اوږده ویښتان او تورې سترګې یې درلودې. دوی زموږ په مخ کې راغلل او په لعنت او سپکاوي سره یې وویل: دا پت څه حال تاسو بهر راووتلې، تاسو شرم نه لرئ؟ ستا حجاب چیرته دی؟
پریسا زیاتوي چې په همدې پلمه دوی دواړه یې په موټر کې سپرې کړلې او حوزې ته یې بوتللې او بیا یې له موږ سره داسې ناوړه او بې شرمه چلند وکړ لکه موږ چې قاتلانې او زناکارانې یو. هغه وايي چې سيمې ته له رسېدو وروسته يې زموږ موبايلونه چک کړل. دوی زموږ د فیسبوک پاڼه وڅیړله او دا چې موږ د طالبانو لخوا د ښوونځیو د تړلو په اړه څو فیسبوک پوسټونه لیکلي وو، دوی موږ په جاسوسۍ تورنې کړې.
هغه وايي، وروسته له هغه چې د حوزې امر او يو شمېر نورو طالبانو لخوا د هغوی څخه پوښتنې وشوې، په هماغه ماښام يې سترګې او خولې وتړل شوې او دواړه په موټر کې نامعلوم ځاى ته لېږدول شوې، چې شاوخوا دوه ساعته وخت نيسي.
پریسا وايي: “دا د دولتي ځای په پرتله ډیر شخصي کور ته ورته و.” کله چې موږ هغه کور ته ورسیدو، دوی ساجده ښکته منزل کې ساتله او زه پورتني منزل کې ومه موږ په هغه کور کې یوه سخته اونۍ تیره کړه، چې زما د ژوند تر ټولو تورې ورځې وې. بله شپه د همدې حوزې امر سره څو طالبان کوټې ته ننوتل. دوی زه یې د کوټې په منځ کې پر یوه څوکۍ کېنوله هغه قوماندان راته ویل چې له چا څخه امر اخلی؟ د ادم لور په څیر خبرې وکړئ او ووایاست چې ستاسو بادار څوک دی؟ راته ووایه چې زموږ د نظام د بدنامولو لپاره چا ته جاسوسي کوئ.
ما چې څومره ژړله چې د خدای لپاره موږ د چا جاسوسي نه کوو، پریده چې لاړه شو، دا بې ګټې وه. زما ژړا هیڅ اغیزه نه درلوده. دوی خپله خبره وکړه او تکرار یې کړه چې تاسو بې شرمه او فاحشې د خدای او د خدای له مخلوقه هیڅ شرم نه لرئ. هرات مو په فساد ککړ کړ.»
پریسا وايي، له څو ساعتونو ذهني او جسمي شکنجو وروسته ولسوال او د هغه کسان له کوټې ووتل او د کوټې ساتونکي ته يې اشاره وکړه چې کوټه تياره کړي او دروازه يې وتړي.
هغه د طالبانو د تیري په اړه داسې بیانوي:
“هره شپه به یو شمېر طالبان کوټې ته راتلل او د پوښتنو ګروېږنو په پلمه به یې زما په شا او سینه د لرګیو تختو او په لاسونو کې د څاه ربړونو سره وهل راکول. هغوئ ما دومره ووهلم چې نور نه شواى ناست. تر ټولو زیات، دوی زما سینې او باسنه کې وهلې. یوه شپه دوی په لرګیو دومره ووهلم چې زه بې هوښه شوم او نه پوهېږم چې څه وشول. په هغه سهار چې سترګې مې خلاصې شوې، غوښتل مې چې ځان راښکته کړم، ډېره هڅه مې وکړه چې پاڅېږم. خو له بده مرغه ما یو څه ولید چې زما ټول ژوند یې په یوه ویرونکي او تیاره خوب بدل کړ. پرما جنسي تیری شوی و. زه حتی نشم کولی د دې شیبو احساس له تاسو سره شریک کړم. بخښنه غواړم.”
پریسا وايي په هغه کور کې اته ورځې او شپې له سختو شکنجو تېرولو وروسته یې هغه او ساجده حوزې ته بوتللې او هلته یې له هغوی، پلار او ورونو څخه یې لیکلې ژمنه واخیسته چې هېڅکله بې شرعي حجابه له کور څخه نه وځي او په ټولنیزو شبکو کې د نظام خلاف څه نه لیکي.
د پریسا ملګرې ساجده چې په دې نیټه له هغې سره نیول شوې وه، زموږ له رسنۍ سره د خبرو کولو موافقه نه ده کړې. خو پریسا وايي، ساجده کوژدنه وه او کوژدن یې په ایران کې کار کاوه او له دې پېښې وروسته د کوژدې کورنۍ یې راغله او طلاق یې ورکړ.
کم عمره ودونه
زموږ د څېړنو او ترلاسه شویو معلوماتو له مخې په تېر کال کې د افغانستان په څلورو لودیځو ولایتونو کې ۲۹۰ ښځې او نجونې چې قانوني عمرونه یې نه وو پوره له طالبانو او د هغوی د خپلوانو سره واده شوي.
د کم عمره ودونو په برخه کې یوازې د غور ولایت په محکمه کې په رسمي ډول شاوخوا ۲۰ دوسیې ثبت شوي چې ډېری یې په طالبانو پورې اړه لري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې ټولو قضيو کې عادلانه قضاوت نه دى شوى. قاضي د ښکېلو کسانو دوسې د کورنۍ پرېکړې ته راجع کړې ده. دغه راز طالب چارواکي هم د دغو نجونو او ښځو دوسيې بې بنسټه بولي.
له دغو قضیو څخه یوه د یوې څوارلس کلنې نجلۍ قضیه ده چې د اجباري واده سربیره،ماشومه هم ده.
فرحناز چې له خپلې بوډۍ مور سره د غور ولایت استیناف محکمې ته تللې، د خپل اجباري واده کیسه داسې بیانوي: «زه ۱۳ کلنه او د ښوونځي په پنځم ټولګي کې مې زده کړې کولې، د بې وزلۍ له امله د خپل پلار لخوا په درې لکو افغانیو پر یوه طالب و پلورل شومه. هغه ژمنه کړې وه چې درې کاله وروسته به واده کوي. خو شپږ میاشتې وروسته یې زما پلار ته ټولې پیسې راکړې او په زور یې خپل کور ته بوتلم.»
فرحناز وايي چې دغه طالب بله مېرمن لري او له هغې څخه ۸ زامن او لوڼې لري او زه د ده د وړې لور په اندازه عمر لرم. د دې طالب په کور کې یې سختې ورځې تېرې کړې، چې په کیسه یې له سترګو اوښکې راځي: له پنځو میاشتو راهیسې چې زه د ده په کور کې وم راباندې ډیر ظلمونه وشول هم دهغه لخوا هم د هغه د اولادونو لخوا او هم د هغه د میرمنې لخوا وهل ټکول شوې یمه. دوی راته وویل چې ته په پخلنځي کې اووسه او پخلی زده کړه او د کور کارونه وکړه. زه څو ځله د هغوی د وهلو له امله بې هوښه شوم. بلاخره یوه ورځ سهار وختي د هغه له کوره وتښتیدم او د پلار کور ته راغلمه.
د فرحناز مور د څو عریضو په لرلو سره وايي: له دریو اونیو هره ورځ له خپلې لور سره د محکمې دروازې ته راځم او قاضیانو ته ورځم، چې یو څه وکړي او لور مې له دې ظالم څخه طلاقه کړي. یوه عریضه مې لیکلې وه چې لور مې ډېره کوچنۍ ده او د مېړه، دهغه دلومړې میرمنې او ماشومانو له خوا څو ځلې وهل شوې ده.
دوی څو ځلې محکمې ته ورغلي، تر اوسه چا ورته ځواب نه دی ورکړی د طالبانو چارواکو په محکمه کې دوی ته ویلي چې دا کورنۍ موضوع ده خپل منځ کې سره کښېني او حل یې کړي.
د فرحناز مور وايي: «زموږ په څېر ډېرې ښځې او نجونې دې محکمې ته راځي. د کم عمره ودونو څخه نیولې تر جبري ودونو او د جنسي تیري پیښې، خو د ښځو غږ څوک نه اوري. اوس موږ حیران یو چې څه وکړو او چیرته پناه وغواړو. “هیڅوک ځواب نه ورکوي، هیڅوک زموږ غوښتنې نه تعقیبوي.”

د کم عمره ودونو بله قضيه د غور ولايت د يوې نجلۍ زهرا اړوند ده، چې د خپل ورور له خوا چې شرعي اجازه هم نه لري د عبدالکريم په نوم له يوه کس سره په زوره واده شوې وه.
عبدالکریم هغه کس چې زهرا یې د خپل ورور لخوا واده کولو ته مجبوره کړې، محکمې ته د زهرا په ضد شکایت وکړ چې غواړي له هغې سره ژوند ته دوام ورکړي خو زهرا دغه واده ته راضي نه ده او نه غواړي چې نور ورسره ژوند وکړي.
زهرا چې اوس قانوني عمر ته رسېدلې ده، عریضه لیکلې او محکمې ته ورغله چې له عبدالکریم څخه د جلا کېدو او متارکې غوښتنه وکړي، ځکه وايي چې دا واده یې هېڅکله نه دی منلی او د خپل ورور لخوت په زوره واده شوې ده.
زهرا خپل اوسني وضعیت داسې بیانوي: “ما هیڅکله دا واده نه دی منلی.” ورور مې په ډېر فشار او وهلو ټکولو پرما ومنله، خو حقیقت دا و چې له دې سړي سره واده کولو ته مې زړه نه ښه کاوه. اوس ما خپله عریضه محکمې ته وړاندې کړه او څو څو ځله قاضیانو ته مې عذر وکړ خو له بده مرغه کومه پایله ونه لرله. هرڅوک د هغه سړي په ګټه کار کوي. د محکمې پریکړه د هغه په ګټه ده او قاضیانو ماته وویل چې لاړ شه او له هغه سره ژوند وکړه. تاسو د هغه واده شوې میرمن یاست او تاسو باید د هغه سره ژوند وکړئ.
دره وهل
په عام محضر کې د طالبانو لخوا د ښځو دره وهل بل ډول تاوتریخوالی دی چې هره ورځ د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې پېښېږي. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دغې ډلې ویاند په رسنیو کې اعلان وکړ چې موږ یوازې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بشري حقونو درناوی ته ژمن یو.
که څه هم د دې ډلې له خوا په بېلابېلو محکمو کې په عام محضر کې د سړو او ښځو د وهلو حکم عملي شوی دی. خو ددې ډلې د اعدام سزا وروسته له هغه نوره هم شدیده شوه چې هبت الله اخندزاده په یوه غږیز ټیپ کې چې د حمل میاشتې په پنځمه د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ملي رسنیو له خوا خپور شو، د دې سزا په دفاع ټینګار او یادونه وکړه. د قصاص، سنګسار او دره وهلو په اړه موږ د شریعت حکم پلي کوو: “که څه هم وویل شي چې دا د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي، مونږ سبا د زنا حد په عام محضر کې جاري کوو، ښځې رجم یا سنګسار کوو. “موږ په عام محضر کې د خدای قوانین پلي کوو.”
د افغانستان په لوېدیځه حوزه کې ډېری ښځې د درو وهلو قربانیانې دي. زموږ د موندنو له مخې، په تېر یوه کال کې د افغانستان په څلورو لودیځو ولایتونو کې د طالبانو له خوا ۵۶ کسان په درو وهل شوي دي.
د دوی له جملې څخه د هویټ پټولو په شرط مونږ له دوو سرچینو سره خبرې وکړې دوی خپله کیسه داسې بیانوي:
د امنې په مستعار نوم د فراه ولايت يوه ٢١ کلنه نجلۍ وایې درې مياشتې يې په فراه ولايت کې د پردي کس سره د رابطه لرلو په تور په زندان کې تېرې کړې او ٣٠ درې هم وهل شوې ده. هغه وايي: «د طالبانو لخوا په سپکاوي زنداني او وروسته د درو سزا سره مخ شومه. آمنه زیاتوي چې یوه ورځ د خپلې ترور کور ته په لاره وه چې یوازې نه وه او د ترور لس کلن زوی هم ورسره و، د خپل پوهنتون دورې د ټولګیوال سره چې ریکشا لرل مخ شوه او په هغه ریکشا کې یې سپره شوه نوموړې هغه مهال د طالبانو ونیول شوه چې خپل ټولیګوال سره په ریکشاه کې خبرې کولې.
امنه وايي: “د پوهنتون په لومړي کال کې، مخکې له دې چې د نجونو او هلکانو ټولګي جلا شول، هغه زموږ د ټولګي استازې وه او زموږ د ټولګي ستونزې به يې حل کولې. په هغه ورځ د هغه په لیدو ډیر خوشحاله شوم، په ریکشا کې سپره شومه او د خپلې ترور کور ته روان شوم. په لاره کې مې ترې د پوهنتون د پای او د نورو ټولګیوالو د حال پوښتنه وکړه. موږ د تره کور ته نه وو رسېدلي چې یو سپینه کرولا موټر د ریکشا مخې ته ودرید او څو کسان له موټره ښکلته شول. یو کس په چټکۍ سره ریکشا چلوونکی خوا ته ورغی او په ټوپک سره هغه په ځمکه وغورځاوه او دوه نور کسان په ریکشه کې دننه راغلل او زه یې له ریکشا څخه ښکته کړم. زه حیران وم چې څه پیښ شوي. په داسې حال کې چې له ما سره په بدو الفاظو او بد اخلاقو سره چلند وشو؛ هغوی ماته هره شیبه فاحشه ویل، موټر ته یې کشولمه او په زوره یې موټر ته بوتلمه.»
امنه زياتوي چې څلور تنه طالبان وو او په يوه شخصي سپين کرولا موټر کې يې سپره کړمه او حوزې ته يې بوتلم. په داسې حال کې چې له دوی سره هیڅ ښځه نه وه، امینه د موټر په شاتني سیټ کې د دوی دواړو تر منځ کېښنول شوې وه : «هلته دوه ورځې او شپې دفراه د امربلمعروف ریاست په یوه تیاره خونه بندي وم، یوه تیاره او کوچنۍ کوټه چې حتی د رفع حاجت کولو ځای یې نه درلود.
هغه زیاتوي چې دوه ورځې وروسته دوی زه محکمې ته بوتلم او مدافع وکیل ته یې د لاسرسي پرته پردي کس سره درابطه لرلو په جرم یې تورنه کړمه. ما چې څومره قسمونه وکړل او ژړل مې چې له دې ځوان ریکشا وان سره مې بله اړیکه نه درلوده او دا چې هغه زما د پوهنتون له وخته یو ټولګیوال و، هیچا غوږ نه نیوه.
دا ځوانه نجلۍ وايي: «څو ورځې وروسته زما د محکمې پریکړه راغله او قاضي راته د ۳۰ درو او درې میاشتې بند سزا واوروله. هغه ورځ زه د امربلعمروف ریاست حویلۍ ته بوتلم. په داسې حال کې چې هلته هیڅ ښځه نه وه، ټول طالبان او د امربلمعروف رییس هلته راټول شوي وو. یو طالب چې تور دستار او سپینه چپنه یې اغوستي وو، له لوی ربړ سره زما خواته راغی چې له څاه څخه یې د اوبه ایستلو پرمهال کارول کیږي.هغه په غوسه راته وویل چې خپل مخ پټه کړه، ته بدکاره.
امنه چې تر اوسه یې د دغو درو درد نه دی هېر کړی، د خپلو اوښکو په تویولو سره زیاتوي چې د مخ پټولو په حال کې ومه چې ناڅاپه یې پر اوږه یوه درنه او سخته ضربه احساس شوه، چې په پای کې یې څو ځله تکرار شوه، هغه درد چې د بند په ټولو دریو میاشتو کې هم نه و کم شوی او شپه او ورځ یې ځوروله.
وهل ټکول
د راوي زن رسنۍ د موندنو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اګست څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې په څلورو ولایتونو هرات، فراه، بادغیس او غور کې شاوخوا ۷۳۲ ښځې د خپلو مېړونو او یا د هغوی د نږدې خپلوانو له خوا وهل ټکول شوې دي. بادغیس کې د تاوتریخوالي ۲۸۰ پېښې ثبت شوي، ورپسې په غور کې ۲۷۵، هرات ۹۵ او فراه ۸۲ پېښې لري.
د حليمې په مستعار نوم ۳۴ کلنه ښځه چې د قلعه نو په ښار کې ژوند کوي وایې هغه څو ځله د خپل میړه لخوا وهل شوې ده. حليمه دوه لوڼې لري او د خپل مېړه له خوا د نجونو د زیږولو له امله ځورول شوې ده.
د میده ګل په نوم يوې ښځې د عريضې سره د بادغيس ولايت محکمې ته مراجعه کړې ده. نوموړې محکمې ته د راتلو علت د خپل مېړه او د هغه د کورنۍ نورو غړو له خوا پرله پسې وهل ټکول بولي.
میده ګل اوس د خپل میړه او د هغه کورنۍ لخوا له کوره ایستل شوې ده، په داسې حال کې چې هغه یو نیم کلن ماشوم لري؛ هغوی د میده ګلې زوی له هغه څخه واخیست او د پلار کور ته یې ولېږه.
نوموړی خپل اوسنی وضعیت داسې بیانوي: «دوه میاشتې کېږي چې ورځنۍ دنده مې دا ده چې د محکمې دروازې او قاضیانو ته ورشمه. “ما څو څو ځله قاضيانو ته مراجعه کړې، هغوی ته مې وویل د خدای لپاره زما قضیه وڅېړي. دغه ظالم او له خدایه نه ویردوونکی سړی زما ماشوم زوی چې په شیدو کې و راڅخه واخیست او زه یې له کوره ایستلی یم.”
میده ګل چې څو ځله د خپل میړه له ظلمونو ستړې شوې وه او غوښتل یې د هغه کور پریږدي، خو اوس د خپل اولاد پسې خپه ده او غواړي د دې ټولو ظلمونو زغملو سره بیرته دخپل میړه کور ته ولاړه شي.
د راوي زن رسنۍ د غور او بادغيس د روغتونونو د ثبت له دفترونو څخه داسې اسناد ترلاسه کړي چې ښيي دغه روغتون ته څو ښځې او نجونې د شکنجې او ځينې وخت په نازک حالت کې راوړل شوې دي. دغه راز د ښځو مړي هم دغو روغتيايي مرکزونو ته ليږدول شوي چې دقيقه نيټه یې په دغو اسنادو کې مشخصه شوې ده.

د ميراث له حق څخه د ښځو محرومول
د کورنیو د نارینه وو له خوا د میراث له حق څخه د ښځو محرومول او همدارنګه د طالبانو د محاکمو تصویب یو له هغو نورو جنایتونو څخه دی چې په لویدیځه حوزه کې د ښځو په وړاندې ترسره شوي دي. بې شمېره داسې پېښې شته چې په دې برخه کې ډېرې ښځې زیانمنې شوې او د بېلابېلو لاملونو له امله د هغوی حقونه ترپښو لاندې شوي دي.
صامعه هغه ځوانه ښځه ده چې د فراه ولايت په يوه ولسوالۍ کې ژوند کوي د هغه وروڼو د ميراث حق یې ترې اخيستى او د پلار ځمکه يې په زوره غصب کړې.
صامعه وايي: “زه پنځه ماشومان لرم، مېړه مې په یوه پښه کې معیوب شوی او پنځو ماشومانو ته ډوډۍ نه شي پیدا کولای. موږ په کرايي کورونو کې ژوند کوو. که څه هم زما مور او ورونه پوهیږي چې زه پیسو او خپل حق ته سخته اړتیا لرم. خو ټول یو ځای شوي او وايي چې پلار مو له میراثه محروم کړی او په ځمکه او کور کې مو هیڅ برخه نه ده.»
هغه وايي چې زموږ ټول خپلوان او زموږ شاوخوا خلک شاهد دي چې پلار مې هېڅکله وصیت نه دی کړی او نه مې له میراثه محروم کړی دی. خو زما وروڼه وايي چې کله زموږ پلار ژوندی و، موږ ته يې کرنيزه ځمکه او کور راکړ، نو تاسو په دې کې هيڅ ونډه نه لرئ. زه د سیمې ملک ته ورغلم؛ خو هغه وویل چې دا ستاسو کورنۍ دعوا ده او زه هیڅ نشم کولی.
صامعه، چې له خپلې مور او ورونو مایوسه شوه، د خپل یوې ملګرې په مشوره عریضه لیکي او د حق ترلاسه کولو په موخه د فراه ولایت محکمې او بیا د دغه ولایت امربلمعروف ریاست ته ورځي خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ترلاسه کړې.
زه د خپل یوې ګاونډې په مشوره اول محکمې ته مې عریضه وکړه. له هغه ځایه، دوی وویل چې تاسو باید د امربلمعروف ریاست ته لاړه شې ما هلته خپله عریضه یوړله او ومې ویل چې زما ورونه زما د میراث حق نه راکوي، څو ورځې مې سرګرداني وکړه خو تر اوسه چا ځواب نه دی راکړی. “زه اوس خپلې عریضې پسې له ګرځیدو مایوسه یم.”
دا شمیرې په داسې حال کې د راوي زن رسنۍ لخوا ترتیب او خپریږي، چې تر دې وړاندې خپلواکو بهرنیو بنسټونو، واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په رابطه یوشمیر راپورونه خپاره کړي دي.