د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې سیمه ییزې سرچینې وايي، وسله والو یوه ښځه وژلې او یوه بله یې ټپي کړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره شپه د صياد ولسوالۍ په “انکشه عرب” کلي کې رامنځته شوې ده.
دغه سرچينې وايي، چې درې وسله وال يو کور ته ننوتلي او يوه کونډه يې وژلې او لور يې په پښه ټپي کړې ده.
د سرپل ولايت د سرچينې د معلوماتو له مخې، د وژل شوې ښځې نوم “نيازخېل” و او ٤٥ کلنه وه.
سرچينې زياته کړې، چې وسله وال کسان د دغې مېرمنې له وژلو او د هغې لور له ټپي کولو وروسته له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.
د سرپل ولايت سيمه ييزو طالبانو هم دغه پيښه تاييد کړې ده او ويلي يې دي چې دا د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.