په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې د ښوونې او روزنې محدودیتونو دوام سره، د طالبانو د هرات د معارف ریاست د ښوونیزو کورسونو کې د نجونو تدریس ممنوع اعلان کړی دی.
د هرات د پوهنې ریاست څخه په يوه لیک کې چې د دوشنبې په ورځ (۳ جدی) خپور شوی، ویل شوي چې د ملا هبت الله د فرمان په اساس، په دولتي او خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو کې د شپږم ټولګي نه پورته نجونو ته زده کړي ممنوع دی، او دا حکم په ښوونیزو کورسونو کې هم تطبیق کیږي.
د هرات د یوه ښوونیز کورس مسئول وایي چې دوی مخکې له مخکې د تدریس بندېدو او د نجونو لپاره د کورسونو دروازو د تړل کېدو په اړه خبر شوي وو، خو دا نه و څرګند چې دغه تدابیر کله عملي کیږي.
مریم، چې په هرات کې د یوه ښوونیز کورس یوه زده کوونکې ده، وايي: «یو څو ورځې وروسته له دې چې د صحی علومو د انستیتوتونو دروازې موږ ته بند شوې وې، موږ ته ویل کېده چې کورسونه هم بندېږي، خو کله چې اداره ته ورغلو، هغوي دغه خبره رده کړه خو بله ورځ چې کله په ټولګۍ کې ناسته وه د ادارې له خوا مسولين ورغلل او ورته يې وويل چې هر څوک چې ماسک نه لري باید ماسک واغوندي او خپل بدن په چادری هم باید وپوښي ځکه د امر دباالمعروف له خوا د نظارتد ترسره کيدو په هدف شوي وه، دا وضعیت راته ډېر سخت و، ځکه چې کله مې لیدل چې حتی د درس لوستل هم زموږ لپاره جرم بلل کيږي.»
سحر، یوه بله زده کوونکې چې وروسته له دې چې د نجونو لپاره د پوهنتون دروازې تړل شوې، په یوه ښوونیز کورس کې د انګلیسي ژبې زده کړه پیل کړې وه، وايي: «موږ ته د چادری اغوستل کيدو پرته د کورسونو ته د داخلېدو اجازه نه راکول کيږي د ادارې له خوا ویل شوي وو چې که غواړئ درس ولرئ او د کورسونو دروازې بندې نه شي، نو باید د لمانځه په څير چادري او وروسته ټولګۍ ته حاضره شي سره له دې چې موږ همیشه بشپړ حجاب درلود، بیا هم راته وويل شول چې چادر واغوندو موږ تل داويره لرل چې اخير به هم زموږ کوروسونه تړل کيږي چې همدغه سي وسول.
د هرات د ښوونیزو کورسونو یو شمېر زده کوونکو وايي چې د کورسونو د بنديدونو څخه مخکي د دوی کورسونه د طالبانو دامرباالمعروف رياست لخوا څخه ارزيابي کيدل.
شیما، یوه له هغو نجونو څخه ده چې له تعلیم څخه پاتې شوې او اوس یې په یوه ښوونیز کورس کې په زده کړو بوخته ده وايي: «ښوونیز کورسونه زموږ وروستی هیله وه چې غوښتل مې له دې لارې زده کړي وکړمه، ژبه زده کړم او د ازموینې له لارې د بورسۍ اخیستو هڅه وکړم، ترڅو په بهر کې خپلې نیمګړې زده کړو ته ادامه ورکړم، خو اوس همدا لاره هم زما لپاره تړل شوې ده، نه پوهېږم چې ولې موږ نجونې په افغانستان کې دومره بدبخته یو چې حتی تر ټولو ابتدایي حقونه هم له موږ څخه اخستل کېږي،هره ورځ زما لپاره نړۍ د مخکي ورځې په پرتله توره راته ښکاري.»
د هرات د ښوونیزو کورسونو کې د نجونو د تدریس بندولو په اړه د خپور شوي لیک په اساس، دا پرېکړه د روان کال د قوس د میاشتې په ۲۶ نېټه شوې وه.
له دې مخکې، په افغانستان کې د نجونو د تعلیمي محدودیتونو په اړه په وروستي فرمان کې، ملا هبت الله د طالبانو مشر، په یوه فرمان کې، د روان کال د قوس په ۱۳ نېټه، د صحی علومو انستیتوتونو کې د نجونو تعلیم په ټوله افغانستان کې ممنوع اعلان کړی و.
د دې تر څنګ، د دې فرمان له مخې، د نجونو لپاره د پوهنتونونو او صحی علومو انستیتوتونو دروازې بندې شوې وې، او اوس د هرات په ښوونیزو کورسونو کې هم د نجونو پر مخ دکورسونو دروازي تړل کيږي
افغاني سره میاشت: ۱۸ په زړه سوري ماشومان مو د درملنې لپاره معرفي کړي دي
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه په سوري اخته ۱۸ نور ماشومان یې د درملنې لپاره په کابل...
Read more