د ایران او پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري شړلو د زیاتوالي له امله، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (UNHCR) د یو جدي بشري بحران خبرداری ورکړی دی.
یادې ادارې ویلي، یوازې د اپریل میاشت کې له ۲۵۱ زره ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي، چې له دې ډلې نږدې ۹۶ زره کسان په زور شړل شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، د مهاجرینو پر بېرته ستنېدو فشار نه یوازې د سیمې امنیت ته ګواښ دی، بلکې د ښځو، نجونو، مذهبي او قومي لږکیو، خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو لپاره هم خطرناک برخلیک لري.
فقر، بېکارۍ او بېسرپناهۍ د هغو مهمو ستونزو له ډلې دي چې ستنېدونکي ورسره مخ دي.
د UNHCR په وینا، دوی د دې بحران د بیړني مدیریت لپاره ۷۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، ترڅو د نهو میاشتو لپاره د بېرته ستنېدونکو لومړنۍ اړتیاوې، حیاتي خدمتونه او ملاتړ برابر کړي.

