ځايي سرچینې وايي چې یو سړی په دې ولایت کې خپله مېرمن غاړه پرې کړې او خپل پلار او مور یې هم وژلي دي.راوي زن رسنۍ ته دغه سرچینې ویلي چې دا پېښه تېره شپه (شنبه، د غبرګولي ۳مه) د ادرسکن ولسوالۍ اړوند د «ګلهتوت» کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاتوي چې دغه سړی شاوخوا ۳۰ کلن و او د کورنیو ستونزو له امله یې خپله ځوانه مېرمن غاړه پرې کړې او خپل مور او پلار یې هم په چاقو وژلي دي.د ادرسکن ولسوالۍ طا-لبان د امنیه قوماندانۍ چارواکو دا پېښه تایید کړې ده.قاتل تښتېدلی او تر اوسه نهدی نیول شوی.

