په ایران کې یوه لس کلنه افغانه نجلۍ د خپل پلار له خوا تر وهلو ټکولو وروسته مړه شوه.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه دوه ورځې وړاندې د رې ښار په حسن اباد سیمه کې شوې ده.
د سیمې د پولیسو قوماندان سیدرضا امامالدیني ویلي، دا ماشوم غالباً د برق د تار د سخت وهلو له امله مړ شوی دی.
د دغې نجلۍ پلار چې د پولیسو له خوا نیول شوی، په خپل جرم اعتراف کړی دی.
تورن په خپله وینا کې وویل: “ما په ایران کې له یوې ځوانې ښځې سره ولیدل او بیا مې واده وکړ.” د حادثې په ورځ، موږ د تفریح لپاره بهر ته لاړو او زما لور یوازې په کور کې پاتې شوه. څو ساعته وروسته کله چې موږ له تفریح څخه راستون شو، ما کور ګډوډ وموند او پوه شوم چې زما لور زموږ په غیاب کې دا کار کړی دی. زه ډیر په غوسه شوم او د بریښنایی کیبل سره یې څو ځله ووهلم. له دې پیښې وروسته، زما ماشوم ویده شو، مګر؛ هغه بیا له خوبه نه ویده شوی.»
د سيمه ييزو پوليسو قوماندان وايي، چې نيول شوى کس يې د نورو څېړنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړى دى.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دغه هېواد ډېری اوسېدونکي د امنیتي ګواښونو له امله په قانوني او غیر قانوني توګه په ایران کې مېشت دي.