
نادر یاراحمدي، د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو او مهاجرینو چارو د مرکز رییس وایي چې ناقانونه افغان کډوال به په دغه هېواد کې له روغتیایي او ښوونیزو خدماتو بېبرخې شي.د یاراحمدي په وینا، له ایستلو څخه د دغو کډوالو د کنټرول لپاره د یوه وسیله په توګه کار اخیستل کېږي.نوموړي زیاته کړې چې د ایران دولت د ۱۴۰۳ کال په پای کې د ټولو ناقانونه افغان کډوال د سرشمېرنې اسناد باطل کړي دي.
