طالبانو د امر بالمعروف مامورانو د هرات په جاده لیلامي کې بېچادري ښځو ته د بازار ته د تګ اجازه نهده ورکړېځینې ښځې وايي، نن سهار له اوو بجو راهیسې د طالبانو د امر بالمعروف ماموران د جاده لیلامي بازار پر لارو کې ځای پر ځای شوي او هغو ښځو او نجونو تهیې، چې چادري نه لري، د بازار ته د ننوتو اجازه نهده ورکړې.جاده لیلامي د هرات ښار یو له لویو بازارونو څخه ګڼل کېږي، چې زیاتره پکې د ښځو اړوند توکي او اجناس پلورل کېږي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

