ذکیه خدادادي د برازیل د نړیوالو پاراتکواندو سیالیو برونزي مډال وګاټه
د افغانستان لوبغاړې ذکیه خدادادي وتوانېده چې د ۲۰۲۵ کال د “ریو اوپن G2” پاراتکواندو نړیوالو سیالیو کې، چې په برازیل کې ترسره شوې، برونزي مډال خپل کړي.
نوموړې نن (پنجشنبه، ۸ غبرګولی) له مډال ترلاسه کولو وروسته په خپلو ټولنیزو رسنیو کې یو الهامبښونکی پیغام خپور کړی او ویلي یې دي، دا لاستهراوړنه یوازې د هغې نه، بلکې د هغو ټولو افغان مېرمنو لپاره ده چې د ستونزمنو شرایطو سره سره ولاړې دي او مبارزه کوي.
ذکیې ټینګار کړی چې هېڅ خنډ نشي کولای د هغو ښځو پرمختګ ودروي چې پرېکړه یې کړې وي چې تسلیم نه شي.
نوموړې لیکلي: “کېدای شي له ډېرو خنډونو سره مخ شو، خو هېڅکله تسلیمېږو نه. موږ بېرته پاڅو، تل!”
ذکیه خدادادي تر دې وړاندې د افغانستان لومړۍ ښځه وه چې د ۲۰۲۰ توکیو پارالمپیک سیالیو کې یې ګډون کړی و، او د اروپا د اتلولیو د سرو زرو مډال او د البانیا د نړیوالو سیالیو د سپینو زرو مډال یې هم ګټلي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

