طالبانو ۲۳ تنه، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، په کابل، تخار، کندز او کنړ کې په دورو وهلي دي په تازه قضايي ګام کې، د طالبانو د استیناف محکمې ۲۳ تنه کسان، چې یوه ښځه هم په کې شامله ده، د لواطت، غلا، د نشهيي موادو کارونې، بېحرمتي، نامشروع اړیکو او اخلاقي فساد په تور په کابل، تخار، کندز او کنړ ولایتونو کې په دورو وهلي دي.د محکمې لهخوا نن (پنجشنبه، د غبرګولي ۸مه) خپره شوې اعلامیه ښيي چې له دغو کسانو څخه ۱۶ تنه په کنړ، ۳ تنه په کابل، ۲ تنه په کندز او ۲ تنه نور په تخار کې په بېلابېلو جرمونو تورن پېژندل شوي او د شپږو میاشتو تر یو کال پورې حبس اجرایي او له ۱۰ تر ۳۹ درو پورې سزا ورکړل شوې ده. دا پرېکړې د طالبانو د سترې محکمې له وروستي تائید وروسته عملي شوې دي.خو سره له دې چې دا ډول سزاوې د طالبانو لهخوا د شریعت اسلامي د تفسیر له مخې اجرا کېږي، د بشري حقونو د نړیوالو معیارونو له نظره له سختو نیوکو او اندېښنو سره مخ دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

