کرزی: هیله لرم چې لور مې او ټولې افغان نجونې وکولای شي تر دولسم ټولګي پورې په هېواد کې زدهکړې پای ته ورسوي. په داسې حال کې چې میلیونونه افغان نجونې له زدهکړو بېبرخې دي، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلې لور «ملالي» د لومړني ښوونې د پای ته رسېدو او د زوی «میرویس» د ښوونځي له فراغت سره خپل خوښي او هیلهمندي ښودلې ده.هغه نن پنجشنبه ( د غبرګولي ۸مه) په ایکس کې لیکلي: «خوښ یم چې د هېواد یو شمېر ځوانان، پهکې زوی مې میرویس هم شامل دی، د ښوونځي دوره په بریالیتوب پای ته ورسوله او نن یې فراغت ولمانځه. لور مې ملالي هم لومړنی ښوونځی پای ته رسولی او د لوړو زدهکړو لپاره چمتو او هوډمنه ده.»کرزي زیاته کړې، هیله لرم چې ملالۍ او ټولې افغانې نجونې وکولای شي چې تر دولسم ټولګي پورې په هېواد کې خپلې زدهکړې پای ته ورسوي او پوهنتون ته لاړې شي.یادونه باید وشي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د شپږم ټولګي پورته نجونې په ټول افغانستان کې له ښوونځي محرومې شوې دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

