په امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ یو بنسټ، چې «افغان ایوک» نومېږي، خبر ورکړی چې د دونالد ټرمپ اداره د افغانستان د بېځایه شویو د همغږۍ له دفتر (CARE) وروسته اوس هڅه کوي چې د «اندورینګ ویلکم» دفتر وتړي؛ دا هغه اداره ده چې د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو په بهیر کې مهم رول لري.
افغان ایوک نن (شنبه، د غبرګولي ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له هغه وخته چې کابل د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې سقوط وکړ، دوی د شاوخوا ۲۰۰ زره افغانانو د بیا مېشتېدو په بهیر کې برخه اخیستې ده. خو اوس چې CARE دفتر تړل شوی او «اندورینګ ویلکم» هم له ګواښ سره مخ دی، د هغو زرګونو افغانانو راتلونکې ته اندېښنې زیاتې شوې دي چې د اسکان په تمه دي.
د CARE دفتر هغه مهال جوړ شوی و چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل او یاد دفتر تر ۱۱۸ زره ډېر افغانان د مېشتېدو له پاره مرسته کړي وو. خو امریکايي رسنیو ته سرچینو ویلي چې دا دفتر پرته له عامه اعلان څخه تړل شوی دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

